مولوي حمدالله زاهد د درملو وارداتو اسانتیاوو لپاره روسیې ته سفر وکړ

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۲۲
moph

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلی مولوي حمدالله زاهد او مل پلاوی افغان سوداګرو ته د درملو واردولو برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه روسیې هېواد ته په سفر ولا

دا سفر د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه‌ اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او ستراتیژیکو همکاریو پراختیا، د خوړو او درملو تأمین، تنظیم او په ځانګړې توګه افغان سوداګرو ته د معیاري، خوندي او د باور وړ درملو او خوراکي توکو د وارداتو برخه کې د اغېزمنې اسانتیا رامنځته کولو په موخه تر سره شو

د دې سفر په ترڅ کې به د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو پلاوی د روسیې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیمي ادارو له مسؤلینو سره لیدنې او خبرې وکړي او هم به د معیارونو همغږي، د ثبت او راجسټریشن بهیر د اسانتیا، د کیفیت د کنټرول میکانیزمونو ښه والي او د اغېزمنو همکاريو د چوکاټونو جوړولو په اړه هر اړخیز بحثونه ترسره شي.

همدارنګه، د روسیې د درمل جوړولو معتبرو شرکتونو څخه لیدنه، د تولیدي ظرفیتونو ارزونه، د درملو د تولید او کیفیت کنټرول په برخه کې له پرمختللو ټکنالوژیو سره اشنا کېدل او د پانګونې برخه کې د ګډو همکاریو زمینه برابرول هم د دې سفر له مهمو موخو څخه شمېرل کېږي، چې له لارې به یې د درمل جوړونې برخه کې د تجربو تبادله، د ظرفیتونو لوړونه او د ګډو همکاریو د پراختیا لپاره عملي فرصتونه رامنځته شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS