د عامې روغتیا وزارت او UNDP د HIV، توبرکلوز او ملاریا پروګرامونو پر ملاتړ خبرې وکړې

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۱۶
moph

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په خپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې دواړو لورو د (HIV) توبرکلوز او ملاریا پروګرامونو د کارکوونکو  فعالیتونو او همدارنګه د یادو ناروغیو لپاره د درملو برابرولو په برخه کې د ملاتړ په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، د هېواد د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا او د (HIV) توبرکلوز او ملاریا پروګرامونو کې د (UNDP) همکارۍ مهمې وبللې او د روغتیايي کارکوونکو د ملاتړ او د ناروغانو لپاره د اړینو درملو پر برابرولو یې ټینګار وکړ.

همدارنګه، د (UNDP) مسؤلینو د درملو برابرولو او د (HIV) توبرکلوز او ملاریا پروګرامونو د ملاتړ په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره یې خپله ژمنتیا څرګنده کړه.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS