تېر کال د غور په ولایتي روغتون کې (۵۰۰۹) بریالي جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۱۶
MOPH

د یادو عملیاتونو له ډلي (۲۶۱۸) ستر عملیاتونه او (۲۳۹۱) واړه عملیاتونه دي، چې د مجربو ډاکټرانو له لوري تر سره شوي او د یاد روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.

د یادونې وړ ده، چې په همدې موده کې (۲۳۴۲۸) تنه ناروغانو ته داخل بستر (IPD) او (۱۲۷۵۳۹) تنه مراجعینو ته خارج بستر (OPD) روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.