د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د پولیو لیګاسي چلنج (PLC) له اجرائیوي غړو، تمویلوونکو او د عالي بورډ له رئیسانو سره انلاین لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۸:۹
moph

په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان روغتیايي سیستم د پیاوړتیا او پولیو ناروغۍ له منځه وړلو لپاره د روانو همکاریو په اړه خبرې ترسره او هم د منظم واکسیناسیون او په ټول هېواد کې د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې پر اهمیت ټینګار وشو.

د عامې روغتیا وزیر د PLC شریکانو او تمویلوونکو له دوامدار ملاتړ او ژمنتیا څخه مننه وکړه او ویې ویل: ستاسې همکاریو اساسي روغتیايي خدمتونو ته د زیانمنو خلکو لاسرسي ښه والي برخه کې مهم رول لوبولی دی.

همدارنګه، د PLC پلاوي هم له عامې روغتیا وزارت سره د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او د بېلابېلو روغتیايي ستونزو د حل لپاره یې ګډې هڅې مهمې وبللې.

یاده لیدنه د دواړو لورو ترمنځ د نږدې همکاریو د دوام پر هوکړه پای ته ورسېده؛ څو د افغانستان روغتیايي لومړیتوبونه پر مخ یووړل شي او د هېواد روغتیايي نظام په اوږدمهاله توګه پیاوړی شي.

د یادونې وړ ده چې په دې لیدنه کې د قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د روغتیا وزارتونو وزیرانو او معینانو ترڅنګ، د نړیوالو روغتیايي بنسټونو یو شمېر لوړپوړو استازو هم ګډون کړی و.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS