د عامې روغتیا وزارت د «دعوت اصول» تر سرلیک لاندې علمي سیمینار ترسره کړ

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۵۳
moph

د عامې روغتیا وزارت د ارشاد او دعوت ریاست له لوري د مرکز او ولایتونو د ارشاد او دعوت مسؤلینو ته د «دعوت اصول» تر سرلیک لاندې په حضوري او انلاین بڼه یو علمي سیمینار ترسره شو

دغه علمي سیمینار د چارو د لا ښه همغږۍ او د دعوت د اصولو په موخه تر سره شو، چې په کې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت د ارشاد او دعوت رئیس، مفتي داد محمد بریال عطایي، د عامې روغتیا وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوي محمد قاسم حقاني او یو شمېر علماوو په حضوري او آنلاین ډول ګډون کړی و.

مفتي داد محمد بریال عطایي په دې غونډه کې څرګنده کړه، چې یو دعوتګر باید خپل پیغام خلکو ته په حکمت، نرمۍ او خیرخواهۍ ورسوي. نوموړي همداراز د دعوت د اصولو د مراعتولو اهمیت، د دعوتګر ځانګړنې، د پوهاوي د اغېزمنو لارو چارو او د عامې روغتیا په برخه کې د اصلاحي او ارشادي فعالیتونو د پیاوړتیا په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د دغه علمي سیمینار په پای کې ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د دعوت د اصولو د لا ښه تطبیق او د ارشاد او دعوت فعالیتونو د پرمختګ لپاره به خپلې هڅې لا زیاتې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۰:۲۸
Background image

ارزګان ولایت کې ۱۲ ټنه له نېټې تېر، غیر مجاز او بې کیفیته خوراکي توکي او درمل له منځه یووړل شول

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د تېرو څلورو میاشتو په ترڅ کې د یاد ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې ۱۴۵ قلمه له نېټې تېر، بې کیفیته او بې لېبله خوراکي توکي، چې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۹:۴۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت پلاوي او يونيسف ادارې استازو په لغمان ولایت کې له یو شمېر روغتونونو او روغتيايي مرکزونو څخه هر اړخیز نظارتونه ترسره کړل

دغه نظارتونه چې د عامې روغتيا وزارت ټاکل شوي پلاوي او لغمان عامې روغتيا رياست يو شمېر مسؤلینو له لوري ترسره شول، په ترڅ کې يې د وړاندې کېدونکو روغتيايي خدمتونو بهیر، د واکسیناسیون خدمات. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۸:۲۹
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون دریم فصل، درویشتمه ماده لومړۍ فقره

که شرکتونه يا اشخاص له جواز يا رسمي اجازه لیک پرته خوراکي توکي، درمــــل يا روغتيايي محصولات په رسمي او غير رسمي او يا قاچاقي لارو راوړي او د اړوندو ادارو له خوا كشف او ونيــــول شي،. . .

BACK TO NEWS