قاري عبدالولي صدیقي د وینې مرکزي بانک له خدمتونو او بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۴۵
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي او مل پلاوي د وینې مرکزي بانک د وړاندې کېدونکو خدمتونو له بهیر او بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه

د دې لیدنې پر مهال ښاغلي مرستیال د وینې مرکزي بانک د کارکوونکو هڅې وستایلې او د خدمتونو پر کیفیت ښه والي، مراجعینو ته د معیاري خدمتونو پر وړاندې کولو او د همغږۍ پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.

دغه راز، ښاغلي مرستیال ته د وینې مرکزي بانک مسؤلینو د وړاندې کېدونکو خدمتونو، د وينې خوندي ساتلو، د وینې وېش، د ويني مشتقاتو بېلولو او همدارنګه، د تلیسمیا او هیموفیلیا ناروغانو ته د وړاندې کېدونکو خدمتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۲
Background image

د سترګو د روغتيا په اړه د عامه پوهاوي غونډه

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلی مولوي عبدالولي حقاني د سترګو د روغتيا په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې:

د سترګو روغتيا او د ړوند والي کچې کمښت او مخنیوی د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۵۴
Background image

د سترګو د روغتيا په اړه د عامه پوهاوي غونډه

د عامې روغتيا وزارت د ناروغیو د کنټرول او مخنيوي لوی رئیس دوکتور احمد سیر پاڅون د سترګو د روغتيا په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې:

په هېواد کې د سترګو د ړوند والي له علتونو څخه ۶۰ سلنه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۳۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال د ولایتونو د کیفیت کنټرول لابراتوارونو له آمرینو سره ليدنه وکړه

د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په خپل کاري دفتر کې د ولایتونو د خوړو او درملو د کیفیت کنټرول لابراتوارونو له آمرینو سره ليدنه ترسره او د هغوی د کاري وضعیت، شته ستونزو. . .

BACK TO NEWS