د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!
د ولایاتو د Short Case او Long Case آزمویني په شرایطو برابر محترمو ډاکټرانو د پام وړ :
د ولایاتو د اکمال تخصص برنامي د فارغانو ته په درنښت خبر ورکول کیږي چې د شنبه په ورځ ۲۹/۰۷/۱۴۴۵ نیټه چې د ۲۱/۱۱/۱۴۰۲ نیټې سره برابر ده د دوی د Long Case، Short Case او OSCE آزموینه په اړوند ولایاتو کې اخیستل کیږې. دوي کولاي شي چې د خپل آزمویني مهالویش او ځاي د خپل ID نمبر په کارولو سره د عامی روغتیا وزارت د لاندینې لینک څخه تر لاسه کړئ. د خوست او پروان ولایتونو د آزمویني نیټه وروسته اعلانیږي.
یادونه: د ستونزو د حل لپاره د ( 7078820963) واتساپ شمیری سره اړیکه ونیسئ.