د عامې روغتیا وزیر په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړیوال سازمان، GAVI او یونیسیف ادارې له مسؤلینو او د واکسین برخې له همکارانو سره انلاین لیدنه ترسره کړه
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړیوال سازمان، GAVI او یونیسیف ادارې له مسؤلینو او د واکسین برخې له همکارانو سره انلاین لیدنه ترسره کړه
په دې لیدنه کې د واکسیناسیون ملي پروګرام پر پیاوړتیا، د مؤثریت زیاتوالي، په دې برخه کې د کاري شریکارانو په ګډه همغږۍ او د واکسین عمومي پوښښ پر پراخېدو بحث او خبرې ترسره شوې.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د واکسین رول د ناروغیو په مخنیوي کې اغېزمن وباله او د دغه برخې له همکارانو یې وغوښتل، چې د عامې روغتیا وزارت لومړیتوبونو او پالیسیو ته په کتلو خپلې برنامې ترتیب او خپلو فعالیتونو کې د روڼتیا او حساب ورکونې اصل ته درناوی وکړي.
ښاغلي وزیر دغه راز زیاته کړه، د بیګ کچ اف پروګرام چارې باید نورې ونه ځنډیږي او ژر تر ژره یې باید کارونه پیل شي.
د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت له لوري په راتلونکي کال کې د شري (سرخکان) ناروغۍ لپاره بودیجه په پام کې نیول شوې، چې له مخې به یې په ټول هېواد کې د شري واکسین عمومي کمپاین پیل شي.