د عامې روغتیا وزیر په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړیوال سازمان، GAVI او یونیسیف ادارې له مسؤلینو او د واکسین برخې له همکارانو سره انلاین لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۵:۴۶
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړیوال سازمان، GAVI او یونیسیف ادارې له مسؤلینو او د واکسین برخې له همکارانو سره انلاین لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د واکسیناسیون ملي پروګرام پر پیاوړتیا، د مؤثریت زیاتوالي، په دې برخه کې د کاري شریکارانو په ګډه همغږۍ او د واکسین عمومي پوښښ پر پراخېدو بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د واکسین رول د ناروغیو په مخنیوي کې اغېزمن وباله او د دغه برخې له همکارانو یې وغوښتل، چې د عامې روغتیا وزارت لومړیتوبونو او پالیسیو ته په کتلو خپلې برنامې ترتیب او خپلو فعالیتونو کې د روڼتیا او حساب ورکونې اصل ته درناوی وکړي.

ښاغلي وزیر دغه راز زیاته کړه، د بیګ کچ اف پروګرام چارې باید نورې ونه ځنډیږي او ژر تر ژره یې باید کارونه پیل شي.

د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت له لوري په راتلونکي کال کې د شري (سرخکان) ناروغۍ لپاره بودیجه په پام کې نیول شوې، چې له مخې به یې په ټول هېواد کې د شري واکسین عمومي کمپاین پیل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۸
Background image

نشست مشترک نماینده گان وزارت صحت‌عامه و وزارت کار و امور اجتماعی برگزار گردید

این نشست از سوی ریاست عمومی پلان و پالیسی وزارت صحت عامه، با حضور نماینده‌گان ریاست‌های طب وقایوی، طب معالجوی، اقتصاد و تمویل صحت این وزارت و ریاست محافظت اطفال وزارت کار و امور اجتماعی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵۵
Background image

محترم مولوی نور جلال جلالی وزیر صحت‌عامه ا.ا.افغانستان، در جریان سفر رسمی‌اش‌ به ولایت سمنگان، بخش ۵۰ بستر نسایی ولادی را در شفاخانه ولایتی افتتاح کرد

در مراسمی که به همین مناسبت برگزار شده بود، محترم وزیر صحت‌عامه و هیئآت همراهش، ملا محمد شعیب رسالت والی سمنگان، شماری از مسوولان ادارات ولایتی و باشنده‌گان محل اشتراک داشتند.

محترم. . .

BACK TO NEWS