د عامې روغتیا پیاوړتیا پروګرام د دوهم پړاو زده کړیالانو فراغت غونډه تر سره شوه

rasooli_admin
Wed, Nov 19 2025 3:59 PM
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیا ملي انسټېټیوټ له لوري د امفنیټ-افکو مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ (۳۰) تنو د عامې روغتیا پیاوړتیا تر عنوان لاندې له یو شپږ میاشتني روزنیز پروګرام وروسته د فراغت سندونه تر لاسه کړل.

په همدې موخه جوړې شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج شیخ محمد طاهر حلیم، د وزارت مرکزي رئیسانو، د امفنیټ-افکو مؤسسې او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، فارغانو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه:(نن د هېواد د تاریخ او تحصیل له روښانه ورځو څخه یوه ورځ ده، هغه ورځ چې نه یوازې ستاسو درنو فارغ‌التحصیلانو او کورنیو لپاره د ژوند نوی څپرکی دی؛ تر څنګ یې زموږ د ګران هېواد افغانستان د روغتیايي نظام راتلونکي لپاره د هیلو یوه مهمه نښه هم ده).

ښاغلي مرستیال، فارغانو ته د نوې دندې، دروند مسؤلیت، سترو فرصتونو او روغتیايي ننګونو یادونه هم وکړه او له هغوی څخه یې وغوښتل، چې د خپلو زده کړو، لوړ تعهد، صداقت او د خلکو د خدمت په لاره کې بشپړې لېوالتیا سره د ناروغیو مخنیوي او د خلکو د روغتیايي وضعیت په ښه کولو کې له هېڅ ډول هڅو او کوښښونو درېغ ونه کړي.

همدارنګه، د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس، الحاج شیخ محمد طاهر حلیم فارغو شویو ډاکټرانو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل:(نن موږ د مثبت تعامل پر لور په حرکت کې یو او د دې ډاکټرانو فراغت به زموږ سره د هېواد د روغتیايي سیستم په پیاوړتیا، وقایې، د ناروغیو په سم تشخیص، د معیاري څېړنو په ترسره کولو، غوره پلان جوړونې او د روغتیايي برخې د تشو (خلاوو) په ډکولو کې لا ډېره مرسته وکړي).

دغه راز، د افغانستان د روغتیا ملي انسټېټیوټ لوی رئیس ډاکتر تاج ملوک صمیم، د سیمه ییزې اپیډیمولوژي برنامې تخنیکي مشاور ډاکټر خواجه میر اسلام سعید، د امفنیټ–افکو مؤسسې د مرکزي دفتر استازي ښاغلي سیف الدین الهنداوي، د افغانستان لپاره د امفنیټ-افکو مؤسسې مسؤل عصمت الله هاشمي او د عامې روغتیا د پیاوړتیا پروګرام یو تن فارغ زده کړیال، په ټولنه کې د دې پروګرام د ارزښت، له ناروغیو سره د مبارزې، وقایې، معیاري څېړنو او د هېواد روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا برخه کې د دغه ډاکټرانو د رول او اهمیت په اړه هر اړخیزې ویناوې تر سره کړې.

Latest news

Wed, Nov 19 2025 4:06 PM
Background image

Over 16.7 Million Children Vaccinated in Nationwide Measles Campaign

The National Expanded Program on Immunization of the Directorate General of Disease Prevention and Control states that, through a nationwide two-phase campaign, 16,715,115 children aged. . .

Wed, Nov 19 2025 12:14 PM
Background image

Medical and Other Equipment Worth Six Million Afghanis Provided to 54 Health Centers in Badghis Province

Khan Mohammad Himmat, Director of Public Health for Badghis province, said that the assistance includes clothing, furniture, winter fuel, detergents, and medical equipment. He added. . .

BACK TO NEWS