د مرستې غږ
د پکتيکا ولايت په ګيانې ولسوالۍ کې د را منځته شوي طبيعي حادثې " زلزلې" له کبله زيات هيوادوال شهيدان او ټپيان دي ، د لمړنيو روغتيايي مرستو په خاطر د عامې روغتيا وزرات له لوري روغتيايي ټيمونه سيمې ته رسیدلي او په روغتيايي مراکزو کې د بشپړې تیارۍ امر شوی ، دا چې دا ستر ناورين مهار شي او له متاثره شويو هيوادوالو سره لومړنۍ بشري مرستې وشي مونږ په همکارو بشري مؤسساتو غږ کوو چې د يادې سيمې له اوسيدونکو سره ژر تر ژره خپلې مرستې تر سره کړي!
#stand_with_paktika