د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د انګلستان له شارژدافیر رابرټ چیټرټن ډېکسن سره لیدنه تر سره کړه

akbari_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۵ - ۱۵:۱۴
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د انګلستان له شارژدافیر رابرټ چیټرټن ډېکسن سره لیدنه تر سره کړه

په دې لیدنه کې ولسونو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو، معیاري والي او په روغتیايي برخه کې د انګلستان د هېواد د مرستو د مثبت اغېز په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

ښاغلي وزیر زیاته کړه، چې په تېر وخت کې په روغتیايي برخه کې افغانان له ستونزو سره لاس او ګریوان وو؛ موږ د خپل روغتیايي سیستم د معیاري کولو لپاره د نړیوالې ټولنې څو اړخیز ملاتړ ته اړتیا لرو.

دواړو لورو د افغانستان د روغتیايي سیستم د لا پیاوړتیا او دوام لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوامداره همکاریو پر ارزښت بحث او خبرې وکړې او د اوږدمهاله بریالیتوب او روغتیايي سیستم د پیاوړتیا ډاډ یې ورکړ.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۵:۲۶
Background image

نشست هماهنگی برای دیجیتال‌سازی خدمات صحی برگزار شد

نشستی به منظور دیجیتال‌سازی خدمات صحی، تحت رهبری داکتر وحدت الکوزی، رئیس عمومی طب معالجوی وزارت صحت‌عامه، با حضور نماینده‌گان وزارت‌های مالیه و مخابرات برگزار گردید. در این نشست، روی. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۵:۱۱
Background image

نخستین دورۀ کورس هفته‌وار میتودولوژی تحقیق آغاز شد

نخستین دورۀ کورس هفته‌وار میتودولوژی تحقیق برای استادان و داکتران ترینری پروگرام اکمال تخصص، با همکاری مشترک ریاست عمومی اکمال تخصص وزارت صحت عامه و ریاست عمومی امور صحی وزارت امور. . .

BACK TO NEWS