د کابل ښار په بېلا بېلو ناحیو کې له درملیزو تاسیساتو او خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۵:۲۹
moph

د عامې روغتیا وزارت د درملو، روغتيايي محصولاتو او خوراکي توکو د څارنې او ارزونې مسؤلینو د بیو د کنټرول، احتکار او انحصار د مخنیوي، د کیفیت تأمین او د روغتيايي قوانینو  پلي کېدو په موخه د کابل ښار بېلا بېلو ناحیو کې له یو شمېر درملیزو تاسیساتو او خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

د یاد نظارت په ترڅ کې ۶۳ بابه تاسیسات وڅېړل شول، چې له ډلې یې ۲ بابه درملتونونه او د‌ درملو يو عمده پلورنځی له روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول او ۳۸ قلمه غیر مجاز جنسي درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي زیرمتون ته ولېږدول شول.

د عامې روغتیا وزارت مسؤلین د ټولو درملتونونو له مسؤلینو غواړي، چې د روغتيايي قوانینو په رعایت سره خپل فعالیتونه د نافذه لوایحو او مقرراتو سره سم تنظیم او دوام ورکړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۱۴
Background image

یک شفاخانه ۵۰ بستر انتانی در ولایت قندز افتتاح و به بهره‌برداری سپرده شد

این شفاخانه در حضور معاون مقام ولایت، رئیسان ادارات امارتی، مسوولان نهادهای ملی و بین‌المللی، داکتران متخصص، بزرگان قومی و نماینده‌گان رسانه‌ها در یک مراسم رسمی افتتاح و به بهره‌برداری. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۳:۳۶
Background image

نهایی‌سازی طرح شفاخانه ۱۰۰ بستر تخصصی و فوق‌تخصصی آموزشی در کابل با همکاری قزاقستان

ریاست عمومی پلان و پالیسی وزارت صحت عامه از طریق ریاست پلان و برنامه‌ریزی، نشستی را به‌منظور نهایی‌سازی طرح، پلان، دیزاین و پروپوزل شفاخانه ۱۰۰ بستر تخصصی و فوق‌تخصصی آموزشی که قرار است. . .

BACK TO NEWS