د عامې روغتیا وزارت د کورونا ویروس د دلتا ډول پر تشخیص بریالی شوﺉ دی

Panah_moph
Sat, Jun 26 2021 2:36 PM
د عامې روغتیا وزارت د کورونا ویروس د دلتا ډول پر تشخیص بریالی شوﺉ دی

شنبه، چنګاښ ٥/١٤٠٠

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکتر وحید مجروح، نن په یوه خبري کنفرانس کې د عامې روغتیا وزارت په مرکزي لابراتوارونو کې د کورونا ویروس د دلتا ډول د تشخیص زمینې د برابرولو خبر ورکړ او دا وزارت اوسمهال د کورونا ویروس د دلتا ډول پر تشخیص بریالی شوﺉ دی.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وویل: چې د ١٩ ازمایښت شوي نمونو څخه ١١ پېښې د دلتا ډول څخه تشخیص شوي دي او ٨ پېښې یې د انګلیسي ډول دي، د دې ارقامو له مخې ښیي چې په هېواد کې له ٥٠ سلنه زیات وګړي د کورونا ویروس په دلتا ډول باندې اخته شوي دي.

ډاکتر مجروح، د کورونا ویروس خپرېدو ته په اشارې سره وویل: چې د کورونا ویروس خپرېدل د تېرو ورځو په پرتله یو سلنه کم شوﺉ، خو دا یو سلنه د پېښو کمېدو معنا نه لري او ویروس لاهم د خپرېدو په حال کې دی.

ډاکترمجروح، ټینګار وکړ چې د ښوونیزو مرکزونو بندول، د غونډو او تجمعاتو د مخنیوي په پار د محدودیتونو زیاتول د کورونا ویروس خپرېدل ورو کړي دي.

هغه همدارنګه یادونه وکړه چې په اوو ولایتونو کې د اکسیجن د تولید دستګاه وؤ نصب کول بشپړ شوي او ټاکل شوې ده چې د یونیسف ادارې لخوا د اکسیجن د تولید لس پایې پېردول شوې دستګاه وې د هېواد په لسو ولایتونو کې نصف او فعال شي.

ډاکتر مجروح د خپلو خبرو په دوام د امریکا متحده ایالاتو لخوا افغان دولت سره د درې ملیون ډوزه "جانسون او جانسون" واکسین د مرستې خبر ورکړ او وویل ټاکل شوې ده چې د واکسین دغه محموله د جولای میاشت په لومړۍ اونۍ کې کابل ته را ورسېږي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د ښوونیزو مرکزونو پرانیستلو ته په اشارې سره زیاته کړه چې د پوهنې وزارت، د لوړو زده کړو وزارت او نورو اړوندو بنسټونو په همکارۍ موږ د تعلیمي مرکزونو پرانستلو پر طرحه باندې کار کوو چې د دې طرحې او اهتماماتو په تطبیق سره به په ښوونیزو مرکزونو کې د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوی وشي.

ډاکترمجروح، د خلکو لخوا د روغتیایي سپارښتنو پر نه عملي کولو اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې ویروس لاهم د خپرېدو په حال کې دی او له لوی اختر څخه دوه یا درې اونۍ وروسته هم موږ د خبرداري/ګواښ حالت کې یو.

دلتا ډول، د کورونا ویروس یو له بدلون شوي ډولونو څخه ده چې د لومړي ځل لپاره په هند هېواد کې پېژندل شوﺉ دی.

Latest news

Mon, Nov 25 2024 12:22 PM
Background image

Public Health Directorate of Paktia Trains 16 Health Officials on DHIS2 System in Collaboration with Global Fund

In collaboration with the Global Fund, the Public Health Directorate of Paktia delivered a three-day training on the effective use of the DHIS2 national application to 16 health. . .

Tue, Nov 19 2024 2:42 PM
Background image

The Spokesperson and Director of Public Relations for the Ministry of Public Convenes a Coordination Meeting with Representatives of Media

Dr. Sharafat Zaman Amar Khil, the spokesperson and director of public relations for the Ministry of Public Health, presided over a high-level coordination meeting with media. . .

Sat, Nov 16 2024 2:02 PM
Background image

Afghan Health Minister Meets WHO Chief to Bolster Global Healthcare Collaboration

The Minister of Public Health of the Islamic Emirate of Afghanistan, His Excellency Mawlawi Noor Jalal Jalali, held a strategic meeting with the Director-General of the World Health. . .

BACK TO NEWS