بغلان ولایت ته د عامې روغتیا وزیر سفر
![MOPH](/sites/default/files/2024-05/whatsapp_image_2024-05-12_at_16.24.38_5fc0a2fd.jpg)
د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، ډاکټر قلندر عباد په بغلان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن شوو هېوادوالو سره د ليدنې پر مهال د غوره روغتیایي خدماتو وړاندې کولو ډاډ څرګند کړ.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي قلندر عباد د بغلان په دې ستره غمیزه کې ځان شریک وګاڼه او د یادې پېښې زیانمنو هېوادوالو ته يې د ۲۴ ساعته روغتیایي خدماتو وړاندې کولو ډاډ ورکړ.