بغلان ولایت کې د خصوصي روغتیايي سکتور له مرکزونو څخه نظارت ترسره شو
د بغلان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په ډنډ غوري ولسوالۍ کې د خصوصي روغتیايي سکتور اړوند ۱۷ روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې یو روغتيايي کتنځی، ۸ درملتونونه او ۳ د غاښونو کلینیکونه له روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول.
