جمهوررئیس غني برچي سل بستریز ملي روغتون څخه لیدنه وکړه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د عاشورا په مراسمو کې له ګډون او وینا دمخه نن له غرمې مخکې برچي سل بستریز ملي روغتون څخه چې د روان کال د غویي په ۲۳ په تروریستي برید کې زیانمن شوی و، لیدنه وکړه .
جمهوررئیس په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست مرستیالانو، د ملي امنیت سلاکار او د عامې روغتیا سرپرست وزیر یې ملتیا کوله، د جمهوري ریاست د ملي پراختیا د عملیاتي او ملاتړې ادارې له لوري د یاد روغتون بېلابېلې رغاول شوې برخې له نږدې ولیدې.
د برچي سل بستریز ملي روغتون د بېلابېلو برخو د لیدنې پرمهال جمهوررئیس ته مسوولو ډاکترانو د روغتیایي خدمتونو بهیر د بېرته عادي کېدو په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال ځینې ستونزې او وړاندیزونه هم ورسره شریک کړل.
جمهوررئیس د برچي سل بستریز ملي روغتون د ډاکترانو خدمتونه وستایل او د روغتیایي خدمتونو بهیر په عادي کېدو یې خوښي وښوده او د عامې روغتیا سرپرست وزیر احمد جواد عثماني ته یې اړوندو ستونزو ته د رسیدګي لارښوونه وکړه.
جمهوررئیس دېته په اشارې چې د برچي سل بستریز ملي روغتون خدمتونه به لا معیاري شي په ټینګار وویل چې د هیواد ټول روغتونونه د درملو او بشري منابعو له اړخه بشپړ اکمالېږي.