خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

د ساختماني، لوژستیکي، د دوایي او طبي تجهیزاتو تولیدي او خدماتي شرکتونو د پام وړ!

 

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو ساختماني، لوژستیکي، د دوایي او طبي تجهیزاتو خدماتي شرکتونو ته په ډېر درنښت خبر ورکوي، چې خپل شرکتونه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست سره ثبت او راجستر کړي، تر څو د یاد وزارت په تدارکاتي پروسو کې د ګډون په پار په اسانۍ سره خبر ورکړل شي او د ګډون په موخه لاندې واټس اپ ګروپ کې له مونږ سره یوځای او د تدارکاتي فرصتونو څخه په خپل وخت خبر واوسي.

https://chat.whatsapp.com/ChERz49SoFJKty44j7R7Al

یادونه: د ثبت او راجستر لپاره د شرکت د جواز کاپی، رسمي ایميل ادرس، اړیکې شمېره او لازم اسناد اړین دي.

پته: وزیر محمد اکبرخان مینه، د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه، د عامې روغتیا وزارت، د تدارکاتو ریاست.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۸:۱۷
Background image

د طبي شورا اړوند د ایګزیت ازموینې د نوم لیکنې خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت اړوند طبي شورا عمومي رياست د فعاليت جواز (اېګزيټ) ازموينې د نوم ليکنې خبرتيا!

https://nexa.gov.af/ps/exit-reg

Back to announcements