د  داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د  صدري ابن سینا روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د دغه روغتون د ۶۷ قلمه درملو او ۵۱ قلمه طبي ملزمو، اکسری فلم او د وینې بانک موادو د دوه دورو  پروژه چې د (7MOPH/ISCH/NCB /1403/ G شمېره حوالې (ریفرینس) لرونکې ده، د  داوطلبۍ په پروسه کې  ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د یاد روغتون د تدارکاتو مدیریت څخه ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرز العمل سره سم په سرتړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره هم مهاله د 20/07/1403هـ ش نېټه، د یکشنبې ورځ د سهار تر لسو بجو پورې د صدري ابن سینا روغتون د کنفرانس خونې (اطاق) ته چې د پنځلسمې ناحیې اړوند، قصبې سیمه کې موقیعت لري، وسپاري.

ناوخته رارسېدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین  نغدي او یا د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه  (570000) پنځه سوه اویا زره افغانۍ دی او د آفرونو د پرانیستلو غونډه د 20/08/1403هـ ش نېټه، یکشنبې ورځ د سهار په لسو بجو د صدري ابن سینا روغتون د کنفرانس خونې کې ترسره کېږی.

More tenders

شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۱۳:۵
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د محمد علي جناح روغتون کې د یوې حلقې څښاک اوبو څاه کیندلو پروژه چې د MOPH/GDCM/SSHC/NCB/1403/CON1 ریفرنس ګڼې . . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۱۲:۳۵
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ ترڅو د عامې روغتیا وزارت د مرکزي اداري . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۶:۱۲
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د رابعه بلخي ریاست ټولو شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د 48 قلمه طبي ملزمې پروژه چې د ( MOPH/ RBH/1403/NCB/G010) شمېرې حوالې (ریفرینس) لرونکی ده د داوطلبۍ په پروسه کې یې ګډون . . .

Back to tenders