دبلخ په دهدادي ولسوالۍ کې ديو ۵۰ بستریز روغتون پرانېسته ترسره شوه
د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د يو ۵۰ بستریز روغتون پرانېسته ترسره شوه:
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده د پلان او پالیسۍ معین، دوکتور محمد حسن غیاثي او ورسره مل ټیم بلخ ته د سفر په ترڅ کې د دهدادي ولسوالۍ پنځوس بستریز روغتون پرانیسته ترسره کړه.
دغه روغتون چې په مجهزو عصري روغتیايي تجهیزاتو سمبال دي د یادې ولسوالۍ د مخورو له دروند استقبال څخه برخمن شوه، چې د ولسونو لپاره به اغېزمن روغتيايي خدمات وړاندې کړي.