دعامې روغتیاوزارت مالي اواداري معین مولوي محمداسحق صاحبزاده دتخارپه ولایتي روغتون کې دهمودیالېزاواکسیجن دتولیددستګاوو پرانیسته ترسره اودتخارله والي سره هم لیدنه وکړه
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین مولوي محمد اسحق صاحبزاده د تخار په ولایتي روغتون کې د همودیالېز او اکسیجن د تولید دستګاوو پرانیسته ترسره کړه.
ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده او ورسره مل پلاوي د خپل ولایتي سفر په ترڅ کې د تخار په ولایتي روغتون کې د همودیالېز او اکسېجن دستګاوو پرانیسته ترسره او دغه روغتون یې له ۱۵۰ بسترونو څخه ۲۰۰ بسترونو ته ارتقا ورکړه.
ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده د همودیالېز او اکسیجن دستګاوو پرانیسته د روغتیايي عرضه خدماتو د کیفیت د ښه والي لپاره یو ستره لاسته راوړنه وبلله او د دې روغتون له روغتیايي مسوولینو یې وغوښتل چې په پوره اخلاص او ایماندارۍ له دې امکاناتو د ناروغانو د درملنې لپاره کار واخلئ.
اوهمدارنګه دعامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده او ورسره مل پلاوي د تخار له والي سره لیدنه ترسره کړه.
د تخار والي مولوي ضیاالرحمن د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین او مل پلاوي ته ښه راغلاست وویل او مننه یې وکړه چې د هېواد یوې لرې پرتې سیمې ته د روغتیايي خدماتو د نظارت او فعالیتونو د لیدو لپاره راغلي یئ.
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده د تخار والي مولوي ضیاالرحمن ته ډاډ ورکړ چې د هېواد په ټولو سیمو کې به منصفانه او پر عدالت ولاړ روغتیايي خدمات وړاندې کوي.