دوکتور محمد حسن غیاثي د لوی اختر پر مهال په کابل کې د روغتونونو او ناروغانو د وضعیت ارزونه وکړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۹:۱۰
moph

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او روغتیايي پراختیا مرستیال، ښاغلي دوکتور محمد حسن غیاثي، د لوی اختر په ورځو کې د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان عمومي رئیس، ښاغلي دوکتور سیدرسول منګل، په ملتیا په کابل کې د علي جناح او استقلال روغتونونو له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه ترسره کړه.

د پالیسۍ او روغتیايي پراختیا مرستیال، له روغتیايي کارکوونکو سره د لیدنې ترڅنګ، په یادو روغتونونو کې د بستر ناروغانو احوال واخیست او له هغوی سره یې مالي مرسته هم وکړه

ښاغلي مرستیال د یادو روغتونونو عاجل خدمتونه، د ناروغانو د پاملرنې بهیر، د درملو او طبي تجهیزاتو موجودیت، د روغتیايي کارکوونکو حضور او بېلابېلې څانګې له نږدې ولیدلې چې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ښه والي په موخه یې اړینې سپارښتنې وکړې.

همدارنګه، د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان عمومي رئیس، ښاغلي دوکتور سیدرسول منګل، د اختر په شپو او ورځو کې د دوامدارو او منظمو روغتیايي خدمتونو وړاندې کول مهم وبلل او د روغتونونو له مسئولینو یې وغوښتل چې ناروغانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو، اغېزمنې رسېدنې او کاري نظم د ساتنې لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.

د یادو روغتونونو مسئولینو هم د عامې روغتیا وزارت د پلاوي هرکلی وکړ او د روانو خدمتونو، د ناروغانو شمېر، د عاجلو څانګو فعالیتونو او شته ستونزو په اړه یې معلومات وړاندې کړل هغوی ډاډ څرګند کړ چې د اختر په شپو او ورځو کې به روغتیايي خدمتونه په منظم ډول دوام ولري.

د یادونې وړ ده چې د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ د اختر په شپو او ورځو کې په مرکز او ولایتونو کې د روغتیايي مرکزونو د فعال ساتلو هدایت کړی، ترڅو هېوادوالو ته پر وخت روغتیايي خدمتونه وړاندې او روغتیايي ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۹:۱۰
Background image

دوکتور محمد حسن غیاثي د لوی اختر پر مهال په کابل کې د روغتونونو او ناروغانو د وضعیت ارزونه وکړه

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او روغتیايي پراختیا مرستیال، ښاغلي دوکتور محمد حسن غیاثي، د لوی اختر په ورځو کې د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان عمومي رئیس، ښاغلي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۹:۳
Background image

قاري عبدالولي صدیقي د لوی اختر په لومړۍ ورځ په کابل کې له تخصصي روغتونونو او ناروغانو لیدنه وکړه

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي د لوی اختر په لومړۍ ورځ د یو شمېر مرکزي رییسانو په ملتیا په کابل کې د سرطاني ناروغیو، عاجل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۸:۵۴
Background image

مولوي عبدالولي حقاني د لوی اختر په لومړۍ ورځ په کابل کې له روغتونونو او ناروغانو لیدنه وکړه

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د لوی اختر په لومړۍ ورځ د یو شمېر مرکزي رییسانو په ملتیا په کابل کې د صدري ابن. . .

BACK TO NEWS