د اتاترک ملي او تخصصي روغتون ته د ۳۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت روغتیايي وسایل واخیستل شول او د دې روغتون لس روغتیايي څانګې ترمیم او نوې جوړې شوې

akbari_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۱ - ۹:۳۱
د اتاترک ملي او تخصصي روغتون ته د ۳۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت روغتیايي وسایل واخیستل شول او د دې روغتون لس روغتیايي څانګې ترمیم او نوې جوړې شوې

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل کې د اتاترک ملي او تخصصي روغتون ته د ۳۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت روغتیايي وسایل واخیستل شول او د دې روغتون لس روغتیايي څانګې ترمیم او نوې جوړې شوې.

نن سه شنبه د جمادي الثاني ۱۷ نېټه د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري معين ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده، د ترکيې هېواد د سفارت مرستیال امري مانف، د روغتیا نړيوال سازمان مسؤولینو، د اغا خان بنسټ اجرايوي رئيس، ډاکټر نصرالله اوريا، یو شمېر روغتيايي مسؤولینو او روغتياپالانو په شتون کې رسماً د نویو جوړو شویو څانګو پرانسته تر سره شوه.

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین یادو مراسمو ته د وینا پر مهال وویل: ( د عامې روغتیا وزارت هوډ لري چې د روغتیا په برخه کې به لا ډېر پرمختګونه وشي، روغتیايي خدمات به لا معیاري او روغتیايي برخه کې به ستر بدلون راشي.)

د ترکیې د سفیر مرستیال یادو مراسمو ته د وینا پرمهال د ترکیې هېواد د مرستو پر دوام ټینګار وکړ او د افغانستان سره یې خپلې اړیکې دوستانه او د ډېرې مخینې درلودونکې وبللې.

همدارنګه نورو ويناوالو هم په هېواد کې د روغتيايي خدماتو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل او لا ژمنتيا يې څرګنده کړه چې روغتيايي خدمات به معياري لور ته وړل کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۹
Background image

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د مور په شیدو د تغذیې نړیوالې اونۍ په مناسبت د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

د بادغیس، غزني، ننګرهار، لغمان، نورستان، پنجشېر، کونړ، سمنګان، هلمند، دایکندي او د هېواد د یو شمېر نورو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو له لوري د مور په شیدو د تغذیې نړیوالې اونۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۵۲
Background image

د سره صلیب نړیوالې کمېټې بغلان عامې روغتیا ریاست سره د شاوخوا ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت طبي مرسته وکړه

د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري د بغلان عامې روغتیا ریاست سره د شاوخوا ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د طبي تجهیزاتو، درملو او تشخیصیه وسایلو مرسته وشوه

د بغلان ولایتي روغتون سرطبیب،. . .

BACK TO NEWS