د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د روغتیايي پروژو له تمویلونکو سره د وېډيو کنفرانس له لارې خبرې وکړې

akbari_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱ - ۱۴:۴۶
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د روغتیايي پروژو له تمویلونکو سره د وېډيو کنفرانس له لارې خبرې وکړې

دغه وېډيو کنفرانس نن یکشنبه د ذوالقعدې د میاشتې ۲مه نېټه ترسره شو، چې د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت سره په ګډې همکارۍ، مثبتو او نېکو اړیکو او د ثابت او پرمختللي روغتیايي سیستم پر رامنځته کولو بحث او خبرې وشوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد پر اوږدمهاله او اغېزمنو روغتیايي پروژو ټینګار وکړ او ویې ویل: ( موږ په روغتیايي سکتور کې په ډېر کم وخت، کم ملاتړ او لږه بودیجه ډېر اغېزمن کارونه ترسره کړي.)

ښاغلي وزیر همداراز زیاته کړه : ( موږ په ساحه کې یو او د خلکو په اړتیاوو او ستونزو پوهېږو او په روغتیايي سکتور کې مو تر ډېره اساسي ستونزې حل کړي او د پلان له مخې د پرمختللي او معیاري روغتیايي سیستم د رامنځته کولو لپاره کار کوو.)

د روغتیايي پروژو تمویلونکو د عامې روغتیا وزارت د فعالیتونو ستاینه او قدردانی وکړ او د دوامداره ملاتړ او ګډې همکارۍ ډاډ يې څرګند کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

په کابل کې د ۵۷ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له AIL مؤسسې سره د (۵۷۱۳۶) د اووه پنځوس زره یو سل شپږ دېرش ډالرو په ارزښت تړون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۱۵
Background image

په جوزجان کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي جوزجان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د څه باندې ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړېدو. . .

BACK TO NEWS