د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو د ځدرانو قوم له مخورو سره لیدنه ترسره کړه
![Khost & Paktia](/sites/default/files/2024-02/whatsapp_image_2024-02-20_at_2.45.49_pm.jpeg)
په دې لیدنه کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کېدو، د ولسوالۍ په کچه د روغتونونو او د تېر په پرتله د ولسونو روغتیايي ستونزو ته د ښې او معیاري رسېدنې اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.
د ځدرانو قوم مخورو د خپلې سیمې روغتیايي ستونزې د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې او د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه یې د مننې ترڅنګ خوښي څرګنده کړه، چې د تېر په پرتله یې اوسمهال غږ اورېدل کېږي او روغتیايي ستونزو ته یې رسېدنه کېږي.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر ډاډ ورکړ، چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي؛ تر څو د هېواد ټولو نږدې او لرې پرتو سیمو کې هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.
ښاغلي وزیر همداراز وویل، چې په راتلونکي کال کې به ګڼ شمېر د ولسوالۍ په کچې روغتونونو جوړ شي.