د برېښنايي روغتیايي ریکارډ (EHR/EMR) سیستم د جوړولو په اړه تخنیکي ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۵:۴۷
MOPH

دغه ناسته د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي په مشرۍ د تخنیکي ټیم او روغتیا نړیوال سازمان د استازو په شتون کې ترسره شوه.

په ياده ناسته کې د (EMR/EHR) سیستم د ازمایښتي پلي کېدو لپاره د شبکې، تخنیکي تجهیزاتو او زیربناوو د اړتیا، تدارکاتي بهیر او د تطبیق پر اړوندو تخنیکي موضوعاتو هر اړخیز بحث ترسره او ګډونوالو خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

همدارنګه، د څارنې او پلټنې لوی رئیس د روغتیا نړیوال سازمان له دوامدارو تخنیکي همکاریو څخه مننه وکړه او د دغو همکاریو پر لا پیاوړتیا یې ټینګار وکړ. نوموړي وویل: عامې روغتیا وزارت د روغتیايي معلوماتي سیستمونو عصري کول او د نړیوالو معیارونو سره سم د هغوی پراختیا خپل لومړیتوب ګڼي او په دې برخه کې تخنیکي ملاتړ هم ارزښتناک او مهم دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۵:۲۹
Background image

د عامې روغتیا وزیر د روغتیا نړیوال سازمان له مشر سره د روغتیایي سیستم پیاوړتیا او همغږۍ په اړه ولیدل

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ډاکټر اډوین سنیزا سلواډر او مل پلاوي سره ليدنه ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۵:۸
Background image

کونړ ولایت کې څه باندې ۱۰۰ کیلوګرامه له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول

د کونړ عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلتنې مسؤلینو د دې ولایت په بيلا بيلو ولسوالیو کې له خصوصي روغتیايي مرکزونو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه څه باندې ۱۰۰ کیلوګرامه له نېټې تېر درمل او. . .

BACK TO NEWS