د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ په نوشهر عليزي کلي کې د يو BHC کلينيک د بنسټ ډبره کېښودل شوه

akbari_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۱۲:۴۴
د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ په نوشهر عليزي کلي کې د يو BHC کلينيک د بنسټ ډبره کېښودل شوه

لومړی د بلخ ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله توانا د چمتال ولسوالۍ د نوشهر علیزي کلي او د ګاونډیو کلیو اوسېدونکو ته د دغه کلینیک د بنسټ ډبرې د اېښودلو له امله مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې د دغه کلینیک جوړېدل ډېر مهم دي. د میندو او ماشومانو د مړینې د کچې په کمولو کې مهم او حیاتي رول لري.

دغه راز ښاغلي توانا زیاته کړه، چې دغه کلینک شاوخوا ۸۰۰۰ کورنۍ له روغتیايي خدمتونو برخمن دي، چې په جوړولو او تجهیزاتو یې شاوخوا ۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

په دې کلينيک کې روغتيايي خدمتونه لکه: د نارينه او ښځينه ناروغانو معاينه، واکسين کول، تغذيه، د زېږون روغتون، رواني روغتيا او داسې نور ترسره کېږي. په دغه کلينيک کې ټول روغتيايي خدمتونه خلکو ته وړيا وړاندې کيږي.

د دغه پروګرام په پای کې د چمتال ولسوالۍ ولسوال او مشرانو د ډاکټر نجيب الله توانا څخه د ياد کلينيک د ډبرې ایښودلو/جوړولو له امله مننه وکړه. دوی د بلخ د عامې روغتیا رییس ډېر زیار او له پلان سره سم کار وباله او ویې ویل، چې د پخوا په پرتله روغتیايي خدمات ډېر ښه شوي او روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی اسانه شوی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

په کابل کې د ۵۷ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له AIL مؤسسې سره د (۵۷۱۳۶) د اووه پنځوس زره یو سل شپږ دېرش ډالرو په ارزښت تړون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۱۵
Background image

په جوزجان کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي جوزجان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د څه باندې ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړېدو. . .

BACK TO NEWS