د تخار ولایت په کوویډ ١٩ روغتون کې د آکسیجن د تولید څانګه پرانستل شوه

Panah_moph
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۶ - ۱۰:۴۲
د تخار ولایت په کوویډ ١٩ روغتون کې د آکسیجن د تولید څانګه پرانستل شوه

 دوشنبه، جوزا  ۱۶/ ۱۴۰۱
 د آغاخان بنسټ له خوا د اروپايي ټولنې په مالي مرسته د تخار ولایت د کوویډ-۱۹ روغتون کې د نږدې ۱۵۰ زره ډالرو په لګښت د آکسیجن توليد څانګه  پرانیستل شوه.
 د دغه ولایت صحي مسٶولين وايي، دغه دستګاه په ٢٤ ساعتنو کې د ۱۳ آکسیجن بالونونو د تولید ظرفیت لري او کولای شي د تخار ولایتي روغتون او کوویډ ۱۹ روغتون ته د اړتیا وړ آکسيجن ورسوي.
 د آغاخان د دفتر مسوولینو دا هم وویل، چې د دې وسایلو د سم کارولو او ساتنې په موخه به ۴ روغتیايي کارکوونکي وروزي، څو وکولای شي د اړتیا په صورت کې روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
 له بلې خوا د تخار ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالقهار احمدي د دغې دستګاه د فعالولو له امله د آغاخان بنسټ او اروپايي ټولنې له مرستو مننه وکړه او زياته يې کړه چې په تيرو وختونو کې د آکسیجن نشتوالى د ناروغانو لپاره له جدي ستونزو څخه وو.
 دغه راز ډاکتر احمدي په تخار ولايت کې د آغاخان بنسټ له خوا د روغتيا په برخه کې ټولې پلې شوې پروژې مهمې وبللې او په دغه ولايت کې يې په اوږدمهال کې د دا ډول پروژو پر پلي کېدو ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۹
Background image

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د مور په شیدو د تغذیې نړیوالې اونۍ په مناسبت د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

د بادغیس، غزني، ننګرهار، لغمان، نورستان، پنجشېر، کونړ، سمنګان، هلمند، دایکندي او د هېواد د یو شمېر نورو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو له لوري د مور په شیدو د تغذیې نړیوالې اونۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۵۲
Background image

د سره صلیب نړیوالې کمېټې بغلان عامې روغتیا ریاست سره د شاوخوا ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت طبي مرسته وکړه

د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري د بغلان عامې روغتیا ریاست سره د شاوخوا ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د طبي تجهیزاتو، درملو او تشخیصیه وسایلو مرسته وشوه

د بغلان ولایتي روغتون سرطبیب،. . .

BACK TO NEWS