د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عقودو قانون او د دې وزارت له لنډمهالو اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند (د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د پکتیکا ولایت د ۱۵۰ بستریز روغتون او د پلچرخي محبس د بستردار کلینیک لپاره د لابراتواري موادو، اکسری موادو او مصرفي طبي موادو د چمتو کولو او برابرولو پروژه)، چې د پېژندنې شمېره یې (MOPH/1405/NCB/G-2898) ده، د ( همدرد صديقي لوژستيکي خدماتو) شرکت ته یې تړون ورکړي. یاد شرکت د (۴۸۲۷۴) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (نوبل سوداګریز مرکز، لومړۍ ناحیه، د لوګر مرکز، پل علم، لوګر) دی، چې د تړون بیه یې (۳،۷۶۶،۴۳۶.۸) درې میلیونه اووه سوه شپږ شپېته زره څلور سوه شپږ دېرش اعشاریه اته افغانۍ ده.
د حقیقي او حکمي اشخاصو د هر ډول نیوکو په صورت کې، هغوی کولای شي چې خپلې نیوکې د لاملونو په ذکر کولو سره، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې، په لیکلې بڼه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند د اجناسو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا څلورلارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.
