د تړون ورکړې د پرېکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د استقلال روغتون ریاست په پام کې لري چې د دې روغتون اړوند د 1405 مالي کال لپاره د دوه ډوله تیل او محروقاتي گاز د تدارک او چمتو کولو تړون چې د ریفرینس شمېره یې MOPH/EH/1405/NCB/G04 د، د افغانستان نفت او گاز امارتي شرکت ته، چې د کابل ولایت ،17 ناحیې، سر کوتل سیمه کې موقعیت لري او 79955 جواز شمېرې لرونکی دی د )10639000( لس میلیونه او شپږ سوه نهه دېرش زره افغانۍ په مجموعي قیمت سره ورکړي.
حقیقي او حکمي کسان چې په دې برخه کې هر ډول نیوکې (اعتراضونه) لري، کولای شي خپله نیوکه د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر درې کاری ورځو پورې په لیکلي بڼه له لاملونو سره یو ځای د استقلال روغتون ریاست ته چې د کابل ولایت په شپږمې ناحیې علاوالدین درې لارې سیمه کې موقعیت لري، د عقودو قانون سره سم وړاندې کړي.
دا خبرتیا د تړون عقد په معنی نه ده او د پورته یاد شوې مودې او ورپسې قانوني پړاونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.
