د جنډر پراساس د تاوتریخوالي پروګرام ادغام لپاره د تخنیکي کمېټې ناسته جوړه شوه

Panah_moph
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۰ - ۱۹:۲
د جنډر پراساس د تاوتریخوالي پروګرام ادغام لپاره د تخنیکي کمېټې ناسته جوړه شوه

دغه ناسته د پالیسۍ او پلان جوړونې معین ډاکټر بشیر نورمل په مشرۍ، په افغانستان کې د برېتانیا سفارت، د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق، هېلټ نېټ ټي پي او استازو او د عامې روغتیا وزارت داخلي رئیسانو په شتون د پالیسۍ او پلان جوړونې دفتر کې ترسره شوه.

د دې ناستې هدف د جنډر پراساس د تاوتریخوالي پروګرام د مرکزونو مسؤلیتونه د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق لخوا د هېواد د عامې روغتیا وزارت ته سپارل دي.

په دې ناسته کې، ګډونوالو د دې برنامې بریالي لېږد لپاره خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې په دې برخه کې باید یوه ستراتیژي جوړه شي او د دې مطابق به د لېږد پروسه دوام وکړي.

د یادونې وړ ده چې د جنډر پر اساس د تاوتریخوالي مرکزونه د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق په مالي ملاتړ ۲۶ ولایتونو کې، د ۳۷ مرکزونو لخوا پلي کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه.

دغه څانګه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ فعاله شوه چې ورسره د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۲۳
Background image

د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ څخه لیدنه تر سره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس عرفان الله "کريمي" او ورسره مل پلاوي د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۹:۳۱
Background image

د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د خصوصي روغتیایي سکتور څخه نظارت تر سره شو

ننګرهار، نیمروز او پکتیکا ولایتونو کې د خصوصي روغتیايي سکتور څخه د نظارت په پایله کې د یو روغتیايي مرکز سربېره (۱۳) بابه روغتیايي کتنځایونه، لابراتوارونه او درملتونونه د اسنادو نه. . .

BACK TO NEWS