د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د 1405 مالي کال لپاره د 42 قلمه پاکونکو موادو تهیه او تدارک.
شماره- MOPH/NCB/IGICH/1405/G8
د اندراګاندي د ماشومانو درملنې انسټیټیوټ د تدارکاتو لوی مدیریت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکي، چې د 1405 مالي کال لپاره د 42 قلمه پاکونکو موادو تهیه او تدارک کولو، داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د اړوند شرطپاڼې یو نقل په وړیا ډول د اندراګاندي د ماشومانو درملنې انسټیټیوټ د تدارکاتو لوي مدیریت څخه په میموري یا فلش ډیسک کې ترلاسه کړي، د عقودو قانون، لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو او شرایطو سره سم دې خپل وړاندیزونه (آفرونه) په سرتړلي ډول د خبرتیا خپرېدو نېټې څخه بیا تر د 1405/06/24 نېټې پورې د سه شنبې په ورځ د سهار په 10 بجو، د کابل ښار، وزیر محمد اکبر خان مېنې، لسم سړک د اندراګاندي د ماشومانو درملنې انسټیټیوټ لومړي پوړ د غونډو تالار ته وسپاري.
ناوخته راسیدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي او د آفر پرانېستلو غونډه به په {1405/06/24} نېټه د سه شنبې ورځ سهار 10:00 بجې د اندراګاندي د ماشومانو درملنې انسټیټیوټ لومړي پوړ د غونډو تالار کې ترسره کېږي.
