د دودیز طب ریاست مسؤلینو او د دودیزو محصولاتو د تولیدي او وارداتي شرکتونو د استازو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه
په دې ناسته کې د دودیزو محصولاتو د تولید او واردولو پر مهال د اړینو معیارونو پر رعایت، د نامعلوم ماهیت او ترکیب لرونکو محصولاتو له تولید او واردولو څخه د مخنيوي، د معیاري بستهبندۍ پر کارولو، د تېر ايستونکو اعلانونو د مخنیوي او د نافذه قوانینو او مقرراتو پر رعایت ټینګار وشو.
همدارنګه، د شرکتونو استازو د خپلو فعالیتونو په برخه کې شته ستونزې او ننګونې مطرح او له دودیز طبابت ریاست سره یې د همکارۍ او همغږۍ پر دوام ټینګار وکړ.
