د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د تفتیش له رئیس سره وکتل

Panah_moph
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۵ - ۱۶:۱
دیدار معین عرضه خدمات صحی با رییس دفتیش وزارت امر به معروف و نهی از منکر

د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د تفتیش له رئیس سره وکتل

پنجشنبه، کب ۵/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ډاکتر حبیب الله اخندزاده، نن د یوې ناستې په ترڅ کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د تفتیش له رئیس مولوي فضل الربي سره لیدنه او خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې په دولتي ادارو کې د اسلامي احکامو په رڼا کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د لارښوونو د پلي کولو په اړه بحث او تبادل د نظر وشو.

مولوي فضل الربي په دولتي ادارو کې د اسلامي شريعت تطبيق د دغه وزارت له مهمو غوښتنو څخه وبلل او د عامې روغتيا وزارت له مشرتابه يې وغوښتل چې د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو باندې د دغه وزارت کړنلاره عملي کړي.

هغه همدارنګه وویل: چې ښځینه و لخوا د اسلامي حجاب مراعتول، په ټولو دولتي ادارو کې د نارينه او ښځينه و دفترونو جلا کول، د نارينه وو له خوا د ږیرې نه خریل، د نارینه وو له خوا په ادارو کې د لونګۍ او خولۍ کارول، په جوماتونو کې د جماعت لمونځ ادأ کول، بې حجابه مراجعینو ته په ادارو کې اجازه نه ورکول، د ودونو په تالارونو کې د مخدره توکو نه کارول، د دغه وزارت له مهمو غوښتنو څخه دي.

له بلې خوا، د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کول مرستیال ډاکتر حبیب الله اخندزاده د اسلامي شریعت د احکامو د تطبیق او ترویج په برخه کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د لارښوونو هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې د عامې روغتیا وزارت کې به یې د تطبیق په برخه کې همکاري وکړي.

په ورته وخت کې، د عامې روغتیا وزارت د دفتر رئیس مولوي محمد داوود منصوري وویل: چې په افغانستان کې پخوا غربي کلتور اسلامي فرهنګ اغېزمن او تر خپل تاثیر لاندې راوستی و او اوسمهال به د اسلامي فرهنګ د تطبیق برخه کې هڅې وکړو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۹
Background image

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د مور په شیدو د تغذیې نړیوالې اونۍ په مناسبت د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

د بادغیس، غزني، ننګرهار، لغمان، نورستان، پنجشېر، کونړ، سمنګان، هلمند، دایکندي او د هېواد د یو شمېر نورو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو له لوري د مور په شیدو د تغذیې نړیوالې اونۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۵۲
Background image

د سره صلیب نړیوالې کمېټې بغلان عامې روغتیا ریاست سره د شاوخوا ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت طبي مرسته وکړه

د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري د بغلان عامې روغتیا ریاست سره د شاوخوا ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د طبي تجهیزاتو، درملو او تشخیصیه وسایلو مرسته وشوه

د بغلان ولایتي روغتون سرطبیب،. . .

BACK TO NEWS