د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د غور ولايتي روغتون ته ۳۶ کارتنه درمل او طبي تجهیزات وسپارل وشول
یاد درمل او طبي تجهیزات په شفافه توګه د عامې روغتیا ریاست استازي او د ولایتي روغتون آمر په شتون کې د نافذه طرزالعملونو او د درملو د وېش اصولو سره سم وسپارل شول او د کارونې په موخه د دې روغتون بېلا بېلو برخو ته وویشل شول.
دا اقدام د روغتیایي خدماتو د پیاوړتیا، د معیاري درملو برابرولو او د روغتيايي خدمتونو د کیفیت ښه والي په موخه ترسره شوی دی.
