د روغتیا نړیوال سازمان له لوري نورستان ته د درملو او روغتیايي تجهیزاتو مرسته وشوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۰
MOPH

د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د نورستان ولایت د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنو شویو خلکو ته د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست سره د درملو او روغتیايي تجهیزاتو مرسته وشوه

په دې مرسته کې درمل، جراحي کيټونه، بیډونه او نور اړين روغتيايي توکي شامل دي، چې د سیلاب‌ځپلو سیمو د روغتیايي اړتیاوو په پوره کولو، د ناروغانو او ټپیانو په درملنه او د اړمنو خلکو لپاره د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې به ترې ګټه واخیستل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۴۱
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیا او کورني تنظیم خدمتونو د پراختیا لپاره له AFGA سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، کاپيسا، لوګر، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، هرات، غزني او پکتيکا ولایتونو کې د روغتيايي ځالو، ثابتو روغتيايي مرکزونو، سيارو ټيمونو او د درملو ګودامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې له مخابراتي شرکتونو د وړانګو خوندیتوب نظارت ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې له مخابراتي شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت او د ترکیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له سفیر، سادين آی يلدز سره د. . .

BACK TO NEWS