د سروبی ولسوالی کی د کوید ۱۹ د ناروغانو لپاره ۲۰ بستریز تجریدی څانګی جوړیدل
د عامی روغتیا وزارت وزیر دوکتور فیروزالدین فیروز د هدایت په اساس د کرونا د ویروس د خپریدنی د مخنیوی ، کنترول او په همدی ناروغی داخته کسانو د پاملرنی او تجرید په موخه یو ۲۰ بستریزه څانګه د سروبی په ولسوالی کی جوړه او په اړینو تجهیزات او وسایلو سمبال شوه. او د نوموړی مرکز لپاره یو شمیر نوي روغتیایی کار کوونکی په دندو وګمارل شول.
او همدارنگه د روغتیا سرویلانس تیم ته دنده ورکول شوه چی د مثبتو پیښو د پیژندنی لپاره لاس په کار سی.