د سمنګان ولایت په فیروزنخچیر ولسوالۍکې یو حمایوي کمپ جوړ او په فعالیت یې پیل وکړ

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۱۱
MOPH

دا روغتیایی کمپ د سمنګان ولایت د فیروزنخچیر ولسوالۍ په قوش محله کلي کې د ماشومانو د ملاتړ مؤسسې (Save the Children) په مالي او تخنیکي ملاتړ جوړ او په فعالیت یې پیل وکړ.

دا اقدام د لومړنيو روغتیایي خدماتو برابرولو او د ځایي خلکو، په ځانګړي توګه د ماشومانو او مېرمنو د روغتیایي ستونزو بېړني حل لپاره تر سره شوی.

د دې روغتیایي کمپ له فعالولو سره سم د سمنګان ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري د سرویلانس یو ځانګړی حمایوي ټیم هم ګمارل شوی؛ ترڅو د روغتیا ارزونې، اړینو ټیسټونو یا ازموینو ترسره کولو او نمونو راټولولو فعالیتونه ترسره کړي.

د سمنګان د عامې روغتیا ریاست د ماشومانو د ملاتړ دفتر له دوامداره همکارۍ څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د داسې کمپونو جوړول د خلکو د بېړنیو روغتیایي اړتیاوو په چټک ځواب ویلو کې مهم رول لوبوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معينيت کې د ''صادراتو او وارداتو سيستم ډيجيټل کول'' تر سرليک لاندې درې ورځنی روزنيز پروګرام پيل شو

دغه پروګرام د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) په همکارۍ پيل شو، چې اساسي موخه يې د کارکوونکو د ظرفيت لوړول، د مديريتي سيستمونو ښه والی، د شفافیت زياتوالی، د اجرائيوي بهيرونو چټکتيا او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۳۶
Background image

نیمروز ولایت کې د ایډز، هیپاټیټس او جنسي ناروغیو د کنټرول مرکز د نوې ودانۍ جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئيس، استاد محمد. . .

BACK TO NEWS