د شهید عبدالواحد رازي روغتون کې د روغتیایی خدمتونو وړاندې کولو بهیر پیل شو
د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست نن د شهید عبدالواحد رازي روغتون کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو پروسه د یوې غونډې په ترڅ کې پیل کړه.
دغه روغتون په کورونا ناروغۍ اخته کسانو د درمنلې لپاره ځانګړی شوﺉ دی او د دې روغتون خدمتونه د بې پولې ډاکټرانو لخوا ملاتړ کېږي.
د هرات والي، سید عبدالوحید قتالي د روغتون پرانیستل د کورونا ناروغانو د پاملرنې برخه کې یو مثبت ګام وباله. هغه د دغه روغتون په جوړولو کې د ولسمشرۍ د عالي مقام له پاملرنې مننه وکړه.
له بلې خوا د هرات د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالحکیم تمنا په دغه روغتون کې د بې پولې ډاکټرانو د ملاتړ ستاینه وکړه او په دغه روغتون کې یې د روغتیايي خدمتونو د پروسې پیل یوه جدي اړتیا وبلله.
دغه روغتون د ولسمشرۍ د عالي مقام د فرمان پر اساس د سلو بسترونو ظرفیت درلودو سره په معیاري، اساسي او ټولو طبي اسانتیاو سمبال جوړ شوﺉ دی.
دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت نوماند ډاکټر احمد جواد عثماني تېره اوونۍ د هرات ولایت څخه لیدنه وکړه او د دې ولایت اوسېدونکو ته یې ډاډ ورکړ چې په نږدې راتلونکي کې یې په یاد روغتون کې د روغتیايي خدمتونه وړاندې کولو او پیل ډاډ ورکړ.