د عامې روغتيا وزارت له لوري د حادې خوارځواکۍ ملي لارښود او د دې ناروغۍ د مدیریت تطبیقي پلان پرانيست غونډه ترسره شوه
په دې غونډه کې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رئیسانو، د روغتيا نړيوال سازمان، خوړو نړيوال پروګرام (WFP)، يونيسيف ادارې او رسنيو استازو ګډون کړی و.
د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني وويل: (خوارځواکي د ماشومانو د ژوند، ذهني ودې او راتلونکې لپاره يو جدي ګواښ دی او اغېزې يې له کورنۍ څخه تر ټولنې پورې غځېږي).
هغه زياته کړه، د عامې روغتيا وزارت ژمن دی، چې دا لارښود د هېواد تر لرې پرتو سيمو پورې عملي کړي او د روغتيايي کارکوونکو په ظرفيت لوړولو سره د ټولنې د پوهاوي کچه لوړه او له ملي او نړيوالو بنسټونو سره په ګډه د ميندو او ماشومانو د روغتيا برخه پياوړې کړي.
همداراز، د عامې روغتيا وزارت د عامه تغذيې رئيس، ډاکټر حکمتالله معصومي وويل: د دې لارښود جوړولو اساسي موخه له نړيوالو معیارونو او د هېواد له واقعي شرايطو سره سم په شواهدو ولاړ د يو ملي علمي لارښود لرل دي، چې د روغتيايي کارکوونکو لپاره روښانه، ساده او د پلي کېدو وړ وي.
بل لور، د روغتيا نړيوال سازمان، خوړو نړيوال پروګرام او يونيسيف استازو هر اړخيزې ويناوې وکړې او د حادې خوارځواکۍ د مخنيوي او مديريت په برخه کې يې د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
