د عامې روغتیا وزارت اړوند، د ټولو مرکزي او ولایتي محترمو رئیسانو د پام وړ!

rasooli_admin
MOPH

دا چې د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه له لوري د << یو روغتیايي کارکوونکی یو ونه>> تر شعار لاندې د نیالګیو د کښېنولو ملي کمپاین پیل شوې.

نو په همدې موخه د عامې روغتیا وزارت اړوند، د ټولو مرکزي او ولایتي رئیسانو څخه په درنښت هیله کېږي، چې په یاد کمپاین کې د خپل ګډون تر څنګ ټول روغتیايي کارکوونکي وهڅوي، چې په دې کمپاین کې ګډون وکړي؛ تر څو د یو یو نیالګي د کښېنولو په مرسته په راتلونکي کې د هوا او چاپیریال د پاکوالي تر څنګ په هېواد کې د تنفسي او ورته نورو ناروغیو د خپرېدو مخه ونیول شي.

نو ستاسې ټولو محترمو رئیسانو څخه په درنښت هیله کېږي؛ تر څو د نیالګیو د کښېنولو ملي کمپاین په پروسه کې د عملي ونډې اخېستو په موخه د خپل ګډون تصویرونه او راپورونه له موږ سره شریک کړئ.

د یاد کمپاین راپور په لاندې ډول دی!

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزرات د مشرتابه له لوري ۱۴۰۳ هـ ش کال د  یو "روغتیايي کارکوونکی یو ونه" تر شعار  لاندې د کمپاین په موخه پيل شو

یاد کمپاین د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد له لوري د ناروغیو څخه مخنیوي، د چاپېریال د زرغونتیا او پاکوالي په موخه د یو ونې په کښېنولو سره پیل شو، چې د یاد وزارت د  روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي الحاج حبیب الله اخندزاده حامد او د دې وزارت ګڼ شمېر  رئیسانو  او کارکوونکو هم په کې شتون درلود.

 

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد له ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه د هېواد له روغتیايي کارکوونکو وغوښتل، چې په دې کمپاین کې ګډون وکړي او د نیالګیو په کښېنولو سره خپل چاپیریال پاک او زرغون کړي؛ تر څو د هوا د پاکوالي تر څنګ د ناروغیو د خپرېدو مخه ونیول شي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۱۰:۱۷
Background image

د اکمال تخصص ریاست خبرتیا!

نېټه: ۳/۳/۱۴۰۳

موضوع: د ۱۴۰۳ هـ ش کال د اکمال تخصص برنامې ترینري ازموینه.

د اکمال تخصص برنامې د ترینري ازموینې نوماندانو د پام وړ!

په پام کې ده د اکمال تخصص برنامې ترینرۍ تیوري . . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۹:۲۵
Background image

د بغلان ولايت د سيلابونو په اړه!

د بغلان ولايت د سيلابونو څخه په متضرره شوو سيمو کې زمونږ د ژغورنې او روغتيايي ټيمونه شتون لري ، له سيمې ځينې ټپيان او د شهيدانو جسدونه چې ښځينه ، ماشومان او نارينه په کې شامل دي مرکزي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۵:۷
Background image

د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

نیټه: ۲۸/۱۰/۱۴۴۵هـ ق – ۱۸/۰۲/۱۴۰۳ هـ ش

ټولو هغو ډاکټر صاحبان چې د ۱۴۰۱ کال د مونوګراف په آزموینه کې  او همداشان د ۱۴۰۲ کال  په  Comprehensive    آزموینه کې بریالي او د متخصصینو په توګه . . .

Back to announcements