د عامې روغتیا وزارت اړوند، د ټولو مرکزي او ولایتي محترمو رئیسانو د پام وړ!

rasooli_admin
MOPH

دا چې د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه له لوري د << یو روغتیايي کارکوونکی یو ونه>> تر شعار لاندې د نیالګیو د کښېنولو ملي کمپاین پیل شوې.

نو په همدې موخه د عامې روغتیا وزارت اړوند، د ټولو مرکزي او ولایتي رئیسانو څخه په درنښت هیله کېږي، چې په یاد کمپاین کې د خپل ګډون تر څنګ ټول روغتیايي کارکوونکي وهڅوي، چې په دې کمپاین کې ګډون وکړي؛ تر څو د یو یو نیالګي د کښېنولو په مرسته په راتلونکي کې د هوا او چاپیریال د پاکوالي تر څنګ په هېواد کې د تنفسي او ورته نورو ناروغیو د خپرېدو مخه ونیول شي.

نو ستاسې ټولو محترمو رئیسانو څخه په درنښت هیله کېږي؛ تر څو د نیالګیو د کښېنولو ملي کمپاین په پروسه کې د عملي ونډې اخېستو په موخه د خپل ګډون تصویرونه او راپورونه له موږ سره شریک کړئ.

د یاد کمپاین راپور په لاندې ډول دی!

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزرات د مشرتابه له لوري ۱۴۰۳ هـ ش کال د  یو "روغتیايي کارکوونکی یو ونه" تر شعار  لاندې د کمپاین په موخه پيل شو

یاد کمپاین د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد له لوري د ناروغیو څخه مخنیوي، د چاپېریال د زرغونتیا او پاکوالي په موخه د یو ونې په کښېنولو سره پیل شو، چې د یاد وزارت د  روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي الحاج حبیب الله اخندزاده حامد او د دې وزارت ګڼ شمېر  رئیسانو  او کارکوونکو هم په کې شتون درلود.

 

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد له ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه د هېواد له روغتیايي کارکوونکو وغوښتل، چې په دې کمپاین کې ګډون وکړي او د نیالګیو په کښېنولو سره خپل چاپیریال پاک او زرغون کړي؛ تر څو د هوا د پاکوالي تر څنګ د ناروغیو د خپرېدو مخه ونیول شي.

آخرین اطلاعیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۷
Background image

اطلاعیه!

موضوع: اعزام تیم سیار مراقبت های صحی چشم وزارت صحت‌عامه به شفاخانه حوزوی ولایت پکتیا:

به اطلاع آنعده از هموطنان ما که در ولایت پکتیا زنده گی می‌کنند رسانیده می شود که تیم سیار مراقبت . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۳۲
Background image

اطلاعیه!

موضوع: اعزام تیم سیار مراقبت های صحی چشم وزارت صحت‌عامه به ولایت قندز:

به اطلاع آنعده از هموطنان ما که در ولایت قندز زنده گی می‌کنند رسانیده می شود که تیم سیار مراقبت های سیار صحی چشم . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۵۶
Background image

اطلاعیه ریاست عمومی اکمال تخصص!

موضوع: امتحان تعیین سویه داکتران خارج مرز!

به اطلاع آنعده داکتران محترمی که اسناد تخصص ایشان از طریق کمیته ارزیابی اسناد خارج مرز، ارزیابی گردیده و به امتحان تعیین سویه ثبت نام نموده . . .

Back to announcements