د عامې روغتیا وزارت بورد اوومه غونډه تر سره شوه:
یکشنبه، جوزا ١٤٠١/٢٢
د عامې روغتیا وزارت د بورد اوومه غونډه د عامې روغتیا د سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد په مشرۍ ترسره شوه.
په دې غونډه کې اکمال تخصص پروګرام د معیاري کولو، د زيږون روغتیا په برخه کې د ستونزو حل، د درملو د خدماتو څانګې ستونزو د حل، په روغتیايي څانګو کې د انټرنیټي خدمتونو د پراختیا او په روغتونونو کې د الکترونیکي حاضري د پراخولو، د روغتیا په برخه کې د عوایدو د زیاتوالي او د د روغتیا قوانینو ننګونې او بیاکتنې باندې خبرې وشوې.
ډاکټر قلندر عباد د يادو څانګو د ستونزو د څېړلو په ترڅ کې د هغو د حل او د روغتيايي خدمتونو د ښه والي په موخه د اړوندو ادارو مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست همدارنګه له ټولو روغتیايي مسوولینو وغوښتل چې د خپلو اړوندو څانګو قوانین له سره وڅیړي او د قوانینو د تعدیل او د عامې روغتیا وزارت په مشرۍ د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې خپل نظریات شریک کړي.