د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص برنامې د ۴۶۵ خالي بستونو لپاره د ازادې سیالۍ له لارې ازموینه واخیستل شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲ - ۱۸:۴
Exam

دغه ازموینه د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد، د اکمال تخصص رئیس، ډاکټر محمد حیدر عمر، د ازموینو ملي ادارې رئیس، الحاج شیخ عبدالباقي حقاني، د یادې ادارې د استازو، ګڼ شمېر استادانو او روغتیا پالانو په شتون کې له ۶۲۲۰ تنو ګډونوالو څخه چې ۵۰۲۰ تنه یې نارینه او ۱۲۰۰ تنه یې ښځینه وې په بېلا بېلو طبي څانګو کې واخیستل شوه.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د ازموینې د ګډونوالو نظرونه او وړاندیزونه له نېږدې واورېدل او په ازموینه کې د بریالیتوب تر څنګ د بشپړ شفافیت ډاډ ورکړ. ښاغلي وزیر همداراز وویل، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي؛ تر څو له دې وروسته د اکمال تخصص برنامې ازموینه  په هر کال کې دوه ځلې واخلي، چې له دې لارې په روغتونونو کې د متخصصینو شمېر زیات او وکولای شو هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړو.

له بل لورې د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص رئیس، ډاکټر محمد حیدر عمر د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې ته په اشاره وویل، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي، چې د روغتیا په برخه کې د زیاتو متخصصینو په روزلو سره د نورو پرمختللو هېوادونو سره ځان سیال کړي؛ تر څو وکولای شو په کور دننه ناروغانو ته بشپړ معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړو. د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص رئیس، ډاکټر محمد حیدر عمر زیاته کړه : په نږدې راتلونکي کې به جمهوریت روغتون ته په بېلا بیلو طبي څانګو کې د تخصصي زده کړو لپاره ۳۵۰ تنه ډاکټران د ازادې سیالۍ له لارې د یوې ازموینې په ترڅ کې وروپېژندل شي او ترڅنګ به یې د عامې روغتیا وزارت له لوري ځینو بهرنیو هېوادونو ته هم ګڼ شمېر ډاکټران د تخصصي زده کړو لپاره واستول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۲:۵۰
Background image

د کونړ ولایت عامې روغتیا ریاست سره ۴۶قلمه درملو او ۳۶۰عدده حفظ الصحې کيټونو مرسته وشوه

یاده مرسته د (MMRCA) مؤسسې له لوري د وروستۍ زلزلې د قربانیانو درملنې او لومړنیو اړتیاوو پوره کولو په موخه وشوه؛ ترڅو د زلزله ځپلو روغتیايي ستونزې حل او ورته لازم خدمتونو وړاندې شي.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۲:۲۷
Background image

خوست او هرات ولایتونو کې له یو شمېر روغتیایي مرکزونو، درملتونونو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت تر سره شو

دغه نظارت د یادو ولایتونو د عامې روغتيا رياستونو د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې د خوست ولایت دوهمه او څلورمه ناحیه کې څلور روغتیایي مرکزونه او درې درملتونونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۹:۴۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روږدو  د درملنې ملي برنامې د ستراتیژیک پلان، معیاري کړنلارو (SOPs) او اړوند لارښودونو د بیاکتنې لومړۍ غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، د عامې روغتیا وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو او امرینو، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) او همکارو ادارو استازو ګډون. . .

BACK TO NEWS