د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!
موضوع: د عامې روغتیا وزارت د تخصص پروګرام د ټرېني ډاکټرانو د مقررۍ او اسنادو د طی مراحل په اړه، چې د ۱۴۰۵ کال بستونو کې په مرکزي او ولایتي روغتونونو کې شامل دي.
د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست له هغو ټرېني ډاکټرانو څخه، چې د ۱۴۰۵ کال کې په تخصص پروګرام شامل دي، غوښتنه کوي چې د خپلو اسنادو د طی مراحل کولو او د دې وزارت په تخصص پروګرام کې د شاملېدو په موخه، د ټاکل شوي جدول له مخې، په ټاکل شویو ورځو او ساعتونو کې د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست ته مراجعه وکړي.
