د عامې روغتیا وزارت د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس، ډاکټر امین الله مومند له مل پلاوي سره په ګډه د علي جناح روغتون څخه لیدنه وکړه
د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئيس په دې لیدنه کې د روغتون له بېلابېلو تشخیصيه، معالجوي او اداري څانګو څخه لیدنه وکړه، د روغتیايي خدمتونو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول او د چارو لا ښه تنظیم، د خدمتونو د کیفیت لوړولو او شته ستونزو حل په موخه یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
همدارنګه، د ياد روغتون مسؤلینو خپلې ستونزې، اړتیاوې او وړاندیزونه له پلاوي سره شریک کړل، چې د بشپړې رسېدنې او پاملرنې ډاډ ورکړل شو.
