د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د نړيوال سوداګريز سازمان (WTO) سره د ژمنو د همغږۍ غونډه تر سره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۲:۸
moph

یاده غونډه د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري نړیوالو بازارونو ته د هېواد د سوداګرۍ د اسانتیاوو برابرولو په موخه د نړیوال سوداګریز سازمان (WTO) له مسؤلینو سره د صنعت او سوداګرۍ او کرنې وزارتونو، د پلان او پالیسۍ لوی ریاست د استازو او د دې معینیت د درملیزو برخو مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې د درملو او روغتيايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، ډاکټر نعیم‌الله ایوبي د دې ډول غونډو جوړېدل د هېواد په سوداګرۍ کې د اسانتیاوو رامنځته کولو، په ځانګړي ډول د درملو او خوراکي توکو د صادراتو او وارداتو په برخه کې مهم وبلل او ګډونوالو ته یې د خوړو او درملو معینیت له لوري د رامنځته شويو اسانتیاوو او د صادراتي خوراکي توکو لپاره د روغتیايي تصدیق‌پاڼو صدور په اړه معلومات وړاندې کړل.

نوموړي همداراز ټینګار وکړ، چې د خوړو او درملو معینیت د نړیوال سوداګریز سازمان (WTO) د ټولو ژمنو بشپړ پلي کولو ته ژمن دی.

دغه راز، د نړیوال سوداګریز سازمان (WTO) رئیس، ښاغلي عبدالوکیل مسلم د يو پريزنټېشن په ترڅ کې ګډونوالو ته د سوداګرۍ برخه کې د اړينو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړل.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د نړیوال سوداګریز سازمان غړیتوب ترلاسه کړی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۰
Background image

د خوړو او درملو معينيت د سندونو د تحلیل او فعالیتونو د تنظیم ریاست د همغږۍ میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

دا غونډه د سندونو د تحلیل او فعالیتونو د تنظیم رئیس، مولوي محمد موسی فایق په مشرۍ د دې ریاست د آمرينو، مشاورينو او کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه، چې موخه یې د سپارل شویو چارو د پرمختګ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۵۱
Background image

په ننګرهار کې د شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوی ټریننګ حال د جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت عامې روغتیا ریاست کې د یوه لوی ټریننګ حال د بنسټ ډبره کېښوده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۱
Background image

د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه د AFGA مؤسسې سره د ۵۰,۹۰۰ ډالرو تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ، کابل، کونړ، پروان، کاپیسا او لوګر  ولایتونو اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له- Afghan Family Guidence Association  . . .

BACK TO NEWS