د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې د بي بي فاطمةالزهراء ولایتي روغتون څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۹:۱۰
moph

د دې سفر اصلي موخه چې د کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو د زلزله ځپلو هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه وه، ترڅ کې یې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د کورنیو او بهرنیو روغتیايي مسؤلینو سره د لیدنې تر څنګ د دې ولایت د مرکزي او سیمه ییزو روغتونونو څخه هم لیدنه وکړه.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ټینګار وکړ، چې روغتیايي کارکوونکي باید د زلزله ځپلو خلکو سره د مرستې لپاره خپل روغتیايي او ایماني مسؤلیتونه په غوره توګه ترسره کړي، د ناروغانو په وړاندې له صبر او زغم څخه کار واخلي او روغتیايي خدمات په ښه توګه وړاندې کړي.

ښاغلي مرستیال همداراز، له روغتیايي کارکوونکو څخه د نه ستړي کېدونکو خدمتونو وړاندې کولو په موخه مننه وکړه، د هغوی هڅې یې وستایلې او ترې ویې وغوښتل، چې په دې سختو ورځو کې له خپلو هېوادوالو سره خواخوږي وکړي او د هر ډول روغتیايي مرستو په وړاندې کولو کې درېغ ونه کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS