د عامې روغتیا وزارت د سنتي طب او بدیلې درملنې ریاست د روان کال میزان میاشتې په ترڅ کې د څارنې، ارزونې، ثبت، جواز ورکولو، تنظیم او معیاري کولو په برخو کې ګڼ شمېر فعالیتونه ترسره کړي دي
په ياده موده کې په کابل ښار کې د سنتي طبابت له ۲۲۱ درملتونونو او عطاریو، د بوټو درملو ۱۲ عمدهپلورنځیو، د حجامت ۷ مرکزونو او ۱۰ تولیدي فابریکو څخه څارنه شوې، چې په پایله کې يې ۱۰۵ قلمه له پلور منع شوي درمل، ۱۶ قلمه د جنسي ځواک لوړولو کیمیاوي محصولات او ۶ قلمه له نېټې تېر د بوټو درمل راټول شوي، د آنلاین پلور د دوو مرکزونو فعالیت درول شوی او د مساج دوه مرکزونه او ۱۳ درملتونونه او عطاري تړل شوي دي.
همدارنګه، ۳ ټنه او ۷۵۰ کیلوګرامه غیرمجاز، له نېټې تېر او بې کیفیته درمل او محصولات په خوندي ډول له منځه وړل شوي دي.
