د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال د افغانستان لپاره د قطر هیواد له شارژدافیر ښاغلي دوکتور مردف القاشوطي سره لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۸:۵۵
moph

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت د افغانستان لپاره د قطر هیواد له شارژدافیر ښاغلي دوکتور مردف القاشوطي سره لیدنه تر سره کړه

په دې لیدنه کې د روغتیايي کارکوونکو پر ظرفیت لوړونه ، د روغتیايي خدماتو د ښه والي په موخه د طبي تجهیزاتو تر لاسه کولو او د کندهار پر ۴۰۰ بستریز جوړیدونکي روغتون خبرې تر سره شوې.

ښاغلي معین د قطر هیواد د افغانستان له روغتیايي سیستم سره هر اړخیزه همکاري اړینه وګڼله او په دې برخه کې یې د تر سره شویو کړنو مننه وکړه ، ښاغلي شرافت د هیواد د روغتیايي سیستم لپاره د افغانستان اسلامي امارت د ژمنتیا او او تعهد څرګندونه وکړه او په وینا یې په دې برخه کې د لا ښه والي هڅې جریان لري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۴:۲
Background image

د عامې روغتیا وزیر د روغتیا نړیوال سازمان له عمومي مشر سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي سعودي هېواد ته د سفر په لړ کې د روغتیا نړیوال سازمان له عمومي مشر، ښاغلي ډاکټر ټیډروس سره لیدنه ترسره کړه

په دې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۸:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال د افغانستان لپاره د قطر هیواد له شارژدافیر ښاغلي دوکتور مردف القاشوطي سره لیدنه تر سره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت د افغانستان لپاره د قطر هیواد له شارژدافیر ښاغلي دوکتور مردف القاشوطي سره لیدنه تر. . .

BACK TO NEWS